د افغانستان د جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی مشر معصوم ستانکزی وايي، په افغانستان کې د ناورین رامنځته کول د پاکستان د سیاست یوه برخه ده. د ستانکزي په وینا، تر هغې چې په دغه سیاست کې په حقیقي توګه بدلون رانهشي، نو له افغانستان سربېره به پاکستان هم له لویو ستونزو سره مخ وي.
محمد معصوم ستانکزي تېره شپه (یکشنبه د تلې ۲۷مه) د اېکس په یوه سپېس کې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پر سیاستونو په نیوکو سره وویل، د نړۍ په جغرافیا او نقشه کې د پاکستان له پيداېښت سره سم دغه هېواد په افغانستان کې د «عمق ستراتیژۍ» په لټه کې و او په وینا یې دغو غلطو پالیسیو په خپله پاکستان ته هم سرخوږی جوړ کړی دی.
ستانکزی زیاتوي: «د دوی [پاکستان] مداخلې له اوسه نه دي، تقریباً له کومې ورځې چې پاکستان رامنځته شوی دا کړکېچ دوام لري، تل یې په افغانستان کې د هر ډول حاکمیت پر وړاندې له بېلابېلو ډلو وسله وال ملاتړ کړی او دغه بهیر تر نن ورځې دوام لري.»
محمد معصوم ستانکزی د افغانستان او پاکستان د هویت د پرتلنې په تړاو وايي، افغانستان دوه مهم هویته لري، یو اسلامي بل یې ملي دی، خو پاکستان یوازې یو هویت هغه هم مصنوعي اسلامي هویت دی او «اسلام اباد فکر کوي، چې پرې راټولېدای شي او دومره اسلامي ډلې یې رامنځته کړلې چې اوس تر بل هر قشره پکې اختلافات ډېر دي.»
د ستانکزي په باور، پاکستان تل د افغانستان پر ضد وسله والې ډلې مسلح او ترې په پراخه کچه ملاتړ کړی او ان ډېری یې واک ته هم رسولي، خو «کله چې یادې ډلې واک ته ورسېدل او [پاکستان] پر دې پوه شو چې اوس یې امر او نهې نه مني او د دوی له اهدافو سرکشي کوي، نو بیا یې د هغو د پرځولو لپاره هم مټې رانغاړلي دي.»
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رييس محمد معصوم ستانکزی د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ د اړیکو د خرابېدو لامل د طالبانو له لوري د پاکستان د هر فرمایش نه منل کېدل ګڼي او زیاتوي: «پاکستان تمه درلوده چې طالبان به د دوی هره خبره مني، خو طالبانو د دوی د غوښتنو پر خلاف له نورو هېوادونو سره ارتباطات برقرار کړل او د دوی غوښتنې یې ونه منلې، نو د دوی روابط خړې شوې، د پاکستان هدف دا و چې د افغانستان پر خارجي سیاست کنټرول ولري او دا یې همیشه ویلي، چې له هند سره د افغانستان اړیکې باید محدودې وي او له پاکستان سره باید ستراتیژیکې اړیکې ولري.»
د هغه په باور، د پاکستان د سیاست یوه برخه دا ده چې په افغانستان باید تل بحران وي او په وینا یې، تر هغې چې د افغانستان په تړاو د پاکستان په پالیسیو کې په حقیقي توګه بدلون رانهشي، نو پاکستان به هم له لویو ستونزو سره مخ وي او افغانستان به هم د ثبات د ټينګښت په برخه کې ټکنی وي.
محمد معصوم ستانکزي همداراز په ډاګه کړه، چې پاکستان د افغانستان په بحران کې پر اټومي ځواک بدل شو، خو اوس افغانستان ان هوايي ځواک هم نه لري او په وینا یې دلیل دا دی، چې په افغانستان کې په تېرو ۵۰ کلونو کې هېڅ نظام پر دې نه دی بریالی شوی چې په معقول ډول له نظام څخه ساتنه وکړي او «دغه ساتنه یوازې په جنګ نهکېږي، موږ ډېر جنګونه کړي، خو په سیاست کې مو ټول بایللي.»
ستانکزی وايي، چې د افغانستان اوسنۍ ستونزې یوازې د یوې ډلې د سیاسي کړنلارې لهمخې نه حلېږي، څو د ملت ملاتړ نه وي او دغه ملاتړ هم د اساسي قانون په چوکاټ کې رامنځته کېږي.
د هغه په باور، په افغانستان کې د نظامونو په راپرځولو کې د سیمې هېوادونو او د لویو قدرتونو لاس و او په وینا یې، اوس هم افغانستان د نیابتي او نړۍوالو سیالیو پر ډګر بدل شوی دی.

