طالبانو له یوې بهرنۍ سیلانې سره د غېراخلاقي خبرو له امله د یوه کس د نیولو خبر ورکړ. نیول شوی کس محمدجان نومېږي او د کابل په ختیځه دروازه څرخي پله سیمه کې یې د واکسیناتور په توګه کار کاوه.
راپورونه وایي، نوموړي څه موده وړاندې له یوې بهرنۍ سیلانې سره غېراخلاقي خبرې کړې وې، چې وروسته د طالبانو له لوري ونیول شو.
د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیف السلام خیبر د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۸مه) په خپله اېکس پاڼه کې د هغه د اقرار یوه ویډيو خپره کړې ده. محمد جان په دې ویډیو کې له خپلو کړو خبرو پښېماني ښودلې او همداراز یې بښنه غوښتې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان ډېری وخت ورته کسان جبري اعتراف ته مجبوره کوي.
سیف السلام خیبر په همدې تړاو ویلي: «دا هغه ځوان دی چې پلچرخي دروازې سره یې د یوې بهرنۍ سیلانۍ میرمنې سره غېر اخلاقي خبرې کړې وې.»
ویل کېږي یاده سیلانۍ ښځه د نیډرلند وه او کابل ته په سیاحت تللې وه او د محمد جان خبرې یې په خپله کمره کې ثبت کړې وې.
طالبانو تر دې مخکې هم هغه کسان چې له بهرنیو او په ځانګړې توګه له ښځينه بهرنیو سیلانیانو سره ناسمې خبرې او یا هم چلند کړی نیولي او بیا یې ترې په جبري توګه ویډيوګانې اخیستي او خپرې کړې یې دي.

