لوبې

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډله د اسیايي سیالیو لپاره بحرین ته ولاړه

AP ۱۴۰۴ تله ۲۸

د افغانستان د فوټبال ملي فډراسیون خبر ورکړی، چې د ۱۷ کلنو فوټسال ۱۴ کسیزه ملي لوبډله او ورسره اته کسیز پلاوی د ۲۰۲۵ کال د اسیايي سیالیو درېیم پړاو کې د ګډون لپاره بحرین ته روان شو.

ټاکل شوې، چې افغان لوبډله به په «الف» ګروپ کې د بحرین، ازبکستان او چین سره لوبې وکړي او لومړۍ لوبه د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۴مه نېټه له ازبکستان سره کوي.

د ۲۰۲۵ کال د فوټسال ۱۷کلنو اسیايي سیالۍ به د بحرین په کوربه‌توب د اکتوبر په ۲۲مه نېټه د ۴۵ هېوادونو په ګډون پیل شي چې ۲۰۰۰ لوبغاړي په‌کې ګډون کوي.

نور خبرونه

رادیو