تېره اونۍ د رېل پټلۍ له لارې ۱۲۳ زره مټریک ټنه انتقالات شوي دي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۸

د طالبانو ټولګټو وزارت وايي چې په تېره یوه اونۍ کې د تلې مياشتې له ۱۸ مې نيټې څخه د تلې تر ۲۴مې پورې د رېل پټلۍ له لارې څه باندې ۱۲۳ زره مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزارت وايي، په دې انتقالاتو کې د نفتي، غیر نفتي توکو ترڅنګ یوه برخه د انارو جوس او نور څښاک توکي هم شامل دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت نن دوشنبه ورځ، د تلې ۲۸مه ، وویل چې د حیرتان بندر له لارې (۸۶۱۱۱) ټنه، د اقینې بندر له لارې ۷۶۵۰ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۶۳۱۸ ټنه او د خواف –هرات له لارې ۱۲۹۲۳ ټنه توکي هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

یاد وزارت وايي هر څومره چې د رېل پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په همغه کچه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

نور خبرونه

رادیو