مسکو: د لاوروف او روبیو خبرې د پوتین او ټرمپ د موافقې پر عملي کېدو متمرکزې وې

AP ۱۴۰۴ تله ۲۸

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې سرګي لاوروف له خپل امریکایي سیال مارکو روبیو سره د ټلیفوني اړیکې له لارې خبرې کړې دي. یاد وزارت زیاتوي، د لاوروف او روبیو خبرې د پوتین او ټرمپ د موافقې پر عملي کېدو متمرکزې وې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د اکټوبر په ۱۶مه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر منځ د ټلیفوني خبرو پر پایلو تمرکز کړی دی.

د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، دواړو لوریو د هغو مشخصو ګامونو پر عملي کولو خبرې وکړې، چې د دواړو ولسمشرانو تر منځ په وروستۍ اړیکه کې پرې هوکړه شوې وه.

سرګي لاوروف او روبیو د واشنګټن او مسکو تر منځ د اړیکو د ثبات او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا اړتیا هم یاده کړې ده، خو د خبرو د جزیاتو په اړه لا نور څه نه دي خپاره شوي.

روسیه او امریکا له څو کلونو راهیسې پر یو لړ سیمه‌ییزو او نړۍوالو مسایلو اختلاف لري، خو دواړه خواوې وایي، هڅه کوي د ډیالوګ له لارې ګډ تفاهم ته ورسېږي.

نور خبرونه

رادیو