اسراييلي پوځ ویلي، چې اوربند ته ژمن دي او غزې ته به د مرستو رسول بیا له سره پيل شي؛ دا په داسې حال کې ده، چې اسراییل د اوربند پر مهال ۲۶ فلسطینیان وژلي دي.
اسراييل هغه مهال اوربند مات کړ او په هوايي برید کې یې ۲۶ فلسطینیان ووژل، چې حماس د اسراييلي پوځ دوه سرتېري ووژل. اسراییل ادعا کوي، چې اوربند حماس مات کړی؛ خو حماس بیا وايي، چې دوی اوربند ته ژمن دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې اوربند پر ځای پاتې دی؛ خو د مړو شویو زندانیانو او د غزې راتلونکې شخړه لا تراوسه نهده حل شوې.

