د سویلي کوریا ولسمشر: غواړو د نړۍ څلورم دفاعي ځواک شو

AP ۱۴۰۴ تله ۲۸

د سویلي کوریا ولسمشر لي جه ميونګ د دوشنبې په ورځ ویلي، چې دغه هېواد به تر ۲۰۳۰ کاله پورې د خپلې دفاعي او فضايي څېړنو لپاره ډېره بودجه ځانګړې کړي؛ ځکه سويلي کوریا غواړي، چې د نړۍ څلورم ستر دفاعي صنعتي ځواک شي.

هغه دغه خبرې د وسلو په یوه لوی نندارتون کې د مراسمو پر مهال وکړې. په دغه نندارتون کې ډول، ډول بې‌پیلوټه الوتکې، د مصنوعي ځیرکتیا په وسلو سمبال توغندي او توپونه نندارې ته وړاندې شوي وو.

نور خبرونه

رادیو