د طالبانو د لوګر د صنعت او سوداګرۍ چارواکي وايي، چې د مس عینک په نامه یې د کورنیو محصولاتو او تولیداتو یو درې ورځنی نندارتون پرانېستی دی.
د نندارتون تر شلو ډېرو غرفو کې د لوګر په ګډون د هېواد د بېلابېلو سیمو محلي لبنیات، مېوې، سبزۍ او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوي دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال نن دوشنبه، د تلې ۲۸مه وویل، د نندارتون د پرانېستې پرمهال وویل، چې افغانستان په تېرو شلو کلونو کې د بېکیفیته توکو د وارداتو له امله له سختو اقتصادي او روغتیایي زیانونو سره مخ شوی و او د نورو هېوادونو لپاره د بېکیفیته موادو د پلور بازار و.
نوموړي ادعا وکړه، چې د طالبانو له راتګ سره دغه ناوړه حالت ته د پای ټکی ایښودل شوی دی.
احمدالله زاهد زیاته کړه:« چې د اقتصادي معاونیت تر رهبرۍ لاندې د ستندرد بورډ جوړ شوی، چې د واردېدونکو توکو لپاره لازم نورمونه ترتیب کړي، چې په رڼا کې یو شمېر هغه تولیدي شرکتونه چې د انسانانو له ژوند سره یې لوبې کولې پر وارداتو یې بشپړ بندیز لګېدلی.»
د نورم او سټنډرډ اداره د افغانستان په تېرو حکومتونو کې جوړه شوې وه، چې یو بنسټیز هدف یې د بې کیفیته توکو تشخیص و.
په ورته وخت کې د طالبانو د لوګر مرستیال والي محمدانور دینپرور د کورنیو تولیداتو د ملي نندارتون د پرانیست غونډې په ترڅ کې وویل، چې دا ډول پروګرامونه د اقتصاد د ودې او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره یو ارزښتناک ګام دی.

