د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) استازي ډاکټر تاجالدین اویوواله ویلي، چې په لوېدیځ افغانستان کې دې ادارې له هغو کورنیو سره مرسته کړې ده، چې تازه له ایران څخه راستانه شوې دي.
د یونېسف د معلوماتو له مخې، د چین د حکومت په مالي ملاتړ په هرات ولایت کې له ۱,۹۰۰ څخه زیاتو کورنیو ته د روغتیایي توکو بېړنۍ مرستې رسېدلې دي.
په دغو مرستو کې د ښځو د حفظالصحې توکو ځانګړې کڅوړې او نور ضروري مواد شامل دي، چې موخه یې د راستانه شویو کورنیو د روغتیا خوندیتوب او د ناروغیو د خپرېدو مخنیوی ښودل شوی دی.
یونېسف وايي، د هغو زرګونو افغانانو د ملاتړ لپاره چې له ګاونډیو هېوادونو راګرځي، خپلو مرستو ته به دوام ورکړي، څو دوی وکولای شي د ژوند عادي حالت ته بېرته ستانه شي.
بلخوا، د خوړو نړۍوال پروګرام په افغانستان کې د لوږې د ډېرېدو خبرداری ورکړی دی.
یاد سازمان وايي، چې په افغانستان کې خوارځواکي په چټکۍ سره مخ پر زیاتېدو ده.
د دغه سازمان په خبره، دوی د تمویل محدودیتونو له امله یوازې د اړمنو خلکو یوه کوچنۍ برخه حمایه کولی شي.

