د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابینې د پرېکړې او د دغه وزارت د سرپرست په سپارښتنې سره نن (یکشنبه د تلې ۲۷مه) په ټول هېواد کې د سمنټي موانعو د لرې کولو بهیر پيل شو. د دغه وزارت د مسوولینو په وینا، په لومړي سر کې د کورنیو چارو وزارت له قرارګاه یاد موانع لرې شول.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مقام د دفتر رييس زینالله عابر وايي، د دوی کابینې پرېکړه کړې چې په ټول هېواد کې سمنټي موانع لرې کړای شي او د دغې چارې مسوولیت هم کورنیو چارو وزارت ته سپارل شوی دی.
د نوموړي په وینا، د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ په سپارښتنه په لومړي سر کې د دغه وزارت له قرارګاه د سمنټي دېوالونو یا موانعو د لرې کولو بهیر پیل شو.
زینالله عابر زیاتوي: «دا د دې ښکارندويي کوي چې په کابل او په عموم کې په ټول افغانستان کې امن راغلی او اوس دې شي ته موږ ضرورت نه احساسوو، ځکه ولس ته یې ستونزې جوړې کړي، لارې یې بندې کړي نور به دغه موانع په لارو او سړکونو کې نه وي.»
د کابل ښاریانو په وینا، په تېر جمهوري نظام او د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې هم ورته بهیر څو ځلي پیل شو، خو له څه ځنډ وروسته بېرته یاد موانع د دولتي بنسټونو او ان د طالبانو د کورونو په شاوخوا کې کېښودل شول.
د کورنیو چارو وزارت د مقام د دفتر رييس زینالله عابر بیا وايي: «له نن تاریخ څخه چې د یکشنبې ورځ ده، دغه اغاز به کېږي هغه موانع چې د هر نهاد یا ارګان مخې ته وي هغه به لرې کېږي او مصونو ځایونو ته به لېږدول کېږي. کورنیو چارو وزارت دغې پرېکړې عملي کولو ته متعهد دی.»
یو شمېر کابل مېشتي د طالبانو له دغې چارې په هرکلي سره په ټينګار وايي، دغه بهیر له کومې استثنا پرته باید په ټول هېواد او په ځانګړې توګه په پلازمېنه کابل کې عملي شي.
د دوی په وینا، په دې سره ښاري ښکلا رامنځته کېږي او د فرعي سړکونو په پرانېستل کېدو سره به په عمومي سړکونو کې له ګڼې ګوڼې هم مخنیوی وشي او ورسره ټرافیک هم منظم کېږي.

