د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک وايي چې ددې بانګ لومړي مرستیال صدیق الله خالد د سوداګریزو بانکونو له رییسانو سره ناسته کې د بانکي سکټور د پیاوړتیا، د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا، برېښنایي بانکوالۍ او د بانکي خدمتونو د کیفیت د لوړولو په اړه هر اړخیز بحث کړی.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک نن یکشنبه (د تلې ۲۷مه) پر اېکسپاڼې لیکلي، چې د یاد بانک مرستیال صدیق الله خالد د غونډې په پیل کې یادونه کړې، چې د هېواد بانکي سکټور د اسلامي کېدو په بشپړ بهیر کې داخل شوی او ډېر ژر به یو شمېر بانکونو ته د بشپړې اسلامي بانکوالۍ جوازونه ورکړل شي.
نوموړي له سوداګریزو بانکونو غوښتي، چې د اسلامي بانکوالۍ له اصولو سره سم، د اسلامي مالي محصولاتو د تنوع او وړاندې کولو له لارې خلکو ته د غوره او باوري خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې سوداګریز بانکونه باید د خپلو کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه عملي ګامونه واخلي، ترڅو د نړیوالو معیارونو سره سم د اغېزناکو او باکیفیته بانکي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره لا ډېره زمینه برابره شي.
په غونډه کې له اجنډا سره سم د افغانۍ د ثبات ساتنې، د بانکي خدمتونو د چټکتیا او غورهوالي، د بانکي سکټور د پرمختګ، ډیجیټل بانکوالۍ، ستونزو او حل لارو په اړه هم بحثونه شوي دي.

