طالبان وايي تر راتلونکو درېیو ورځو به د سپین بولدک دروازه د سوداګرۍ پرمخ پرانېستل شي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۷

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو تلویزیون د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس له قوله راپور ورکړی، چې تر راتلوونکو درېیو ورځو به د سپین بولدک دروازه د سوداګرۍ پر مخ پرانېستل شي.

محمد شفیق اڅګزی وایي:«هغه مالونه چې د پاکستان څخه افغانستان ته راځي، یا د افغانستان مالونه چې پاکستان ته ځي، دواړو خواوو ته موټرونه بار ولاړ دي، د دواړو هېوادونو سوداګرو هڅې پیل کړې دي، چې دا لاره پرانېستل شي، انشالله دغه لاره به د سوداګرۍ پر مخ په دوو، درېیو ورځو کې پرانېستل شي.»

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړې پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د هر ډول سوداګرۍ او تګ راتګ پرمخ وتړل شوې، خو د تېرو درېیو ورځو راهیسې یوازې د سپین بولدک پر دروازه پاکستان کې مېشت کډوالو ته افغانستان ته د ورتګ اجازه ورکول کېږي.

سوداګرو ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بندیدو له امله میلینونه ډالره زیانمن شوي دي.

نور خبرونه

رادیو