طالبانو د سالنګ لویې لارې د بندېدو پرېکړه وځنډوله

AP ۱۴۰۴ تله ۲۷

د طالبانو سرچینې وايي چې د سالنګ لویي لارې د تړل کېدو پرېکړه ځنډول شوې او دغه لار به تر راتلونکي خبرتیا پورې د بار وړوونکو او سورلیو موټرو پر مخ پرانیستې وي.

دوی زیاتوي، عام خلک کولی شي د سالنګ پر لار له کومي اندېښنې پرته تګ راتګ وکړي.

له دې وړاندې د طالبانو ټولګټو چارو وزارت ویلي و، چې د سالنګ عمومي تونل د بیارغونې له کبله د شنبې ورځې په ماښام د تلي په ۲۶مه د هر ډول وسایطو د تګ راتګ پر مخ تړل کیږي.

د سالنګ لویه لار د هېواد له مهمو ټرانزیټي لارو یوه ده چې د هېواد پلازمېنه کابل له شمالي ولایتونه سره نښلوي او له منځنۍ اسیا سوداګریز توکي پرې انتقالیږي.

نور خبرونه

رادیو