ایرنا خبري اژانس شنبه (د تلې ۲۶مه) په ایران کې د افغان سوداګرو لپاره د سوداګریزو مالونو د نندارتون په اړه لیکلي، چې افغانستان او ایران د چین په نوښت جوړ شوي «یو کمربند او یوې لارې» اقتصادي پلان سره یو ځای کېدای شي. خو اقتصاد پوهان وايي، چې په دې کار سره امریکا ناراضه کېدای شي.
د ایران د ولسي جرګې غړي مصطفی نخعيړپه بیرجند ښار کې د سوداګریزو مالونو نندارتون د پرانیستلو پر مهال وویل: «افغانستان او ایران د چین په نوښت جوړ شوي یو کمربند او یوې لارې اقتصادي پلان سره یو ځای کېدای شي».
د نخعي په وینا، په دې ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نوي پړاو ته داخلېږي. هغه زیاته کړه، چې په دې پلان کې تر ۱۵۰ ډېر هېوادونه شامل دي او چین پر دې پروژه تر ۱۳۰۰ مېلیارد ډالرو ډېرې پيسې لګولي دي.
نوموړي دا هم وویل،چې دا کار ستر اقتصادي لیدلوري او متقابل باور ته اړتیا لري. د امریکايي چارواکو او سياسي شنونکو له ویناوو ښکاري، چې امریکا د چین د دې اقتصادي پرمختګ مخالف دی.
باورونه دا دي، که طالبان د چین دې پروژې ته ورګډ شي، د امریکا غوسه به راوپارېږي او له طالبانو سره به یې اړیکې نورې هم خرابې شي. اقتصاد پوهان وايي، چې امریکا پر ایران هم اقتصادي بندیزونه لګولي، ځکه خو یې د چابهار بندر په مخکې خنډونه جوړ کړ او هغسې وده یې ونه کړه، لکه په پام کې چې وه.
اقتصاد پوهان زیاتوي، که طالبان د امریکا یوه سياسي مخالف ایران او بل اقتصادي سيال چین ته نژدې کېږي، دا وضعیت د واشنګټن او دې ډلې ترمنځ اړیکې لا ترینګلې کولای شي.
که څه هم دې نندارتون ته د افغانستان له ۷ ولایتونو څخه ۴۰۰ افغان سوداګر وربلل شوي او طالب چارواکي هم ورسره وو، خو هغوی تر دې مهاله د دې نندارتون په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

