د مخکیني جمهوري نظام پرمهال د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر د جنرال عبدالرازق اڅګزي د اووم تلین پرمهال وویل، چې د طالبانو د ظلم پر وړاندې مبارزه د ټولو افغانانو مسولیت او دنده ده.
حنیف اتمر د خپلې وینا پرمهال د پاکستان له خوا پر افغانستان بریدونو ته په اشارې وویل، هغه نظام چې خلک او نړۍ ترې ناخوښه وي، مشروعیت ونه لري او اساس یې په ظلم اېښودل شوی وي له خپلې خاورې د دفاع توان نه لري.
نوموړي زیاته کړه:« ایا طالبان په نړۍ کې داسې یو نظام پیژني چې هغه پر ظلم ولاړ اوسي، پر خپلو خلکو ظلم وکړي، مشروعیت ونه لري، خلک ترې خفه وي او نړۍ ترې خفه وي، هغه دې دوام وکړي، هغه دې دا توان ولري، چې د خپل هېواد څخه دفاع وکړي؟»
نوموړي وویل، د طالبانو د ظلم په وړاندې باید په ملي حرکت او یووالي سره اقدام وشي.
نوموړي دا هم وویل، چې د افغانستان د بحران یوازېنۍ لار بین الافغاني مذاکرات دي.

