تازه خبر

له پاکستان سره د مذاکراتو پر لور؛ د طالبانو دفاع وزیر او د استخباراتو رییس قطر ته روان شول

AP ۱۴۰۴ تله ۲۶

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون د ځینو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې د طالبانو د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د دغه ډلې استخباراتو رییس ملا عبدالحق وثیق قطر ته روان شول. د سفر موخه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو جګړو په اړه خبرې اترې ښودل شوې.

نور خبرونه

رادیو