مهاجر فراهي: په قطر کې به د امریکا په نیابت پر جنګېدونکي پوځ [پاکستان] هم بریالي کېږو

AP ۱۴۰۴ تله ۲۶

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي په قطر کې د طالب چارواکو او پاکستان پوځ تر منځ کېدونکو خبرو ته په اشارې وايي، طالب مرکچي پلاوی به په قطر کې د امریکا په نیابت پر جنګېدونکې پوځ هم بریالی کېږي.

مهاجر فراهي د شنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) په خپله اېکس پاڼه پاکستان ته د «پوځي رژیم» په خطاب سره ویلي، د قطر په دوحه کې د پاکستان له «پوځي رژیم» سره مذاکراتو ته په نېک نظر ګوري.

هغه شاوخوا ۵ کاله مخکې د قطر په دوحه کې له امریکايي پلاوي سره د طالب مرکچي پلاوي مذاکراتو ته په نغوتې زیاتوي: «موږ دلته د امریکايي زبرځواک سره په قوي موقف خبرې کړي او هغه څه مو تر لاسه کړي چې موږ ورته کلونه مبارزه کوله، نو همدلته به د امریکا په نیابت جنګېدونکې پوځ باندې هم بریالي کېږو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ډيورند کرښې په اوږدو کې د وروستیو جګړو په تړاو د خبرو په موخه نن غرمه مهال (شنبه د تلې ۲۶مه) د طالبانو د دفاع وزیر په مشرۍ یو پلاوی له پاکستاني لوري سره د خبرو په موخه د قطر دوحې ته رسېدلی دی.

نور خبرونه

رادیو