د میلیونونو ډالرو تاوان؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې تړلې دي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۶

د پاکستان او طالبانو تر منځ د وروستیو نښتو له امله ټولې سوداګریزې لارې په بشپړه توګه تړل شوې دي او سوداګریزې چارې درېدلي دي.

د پاکستاني چارواکو په وینا د د تورخم، خرلاچي، غلام خان او چمن په ګډون ټولې سوداګریزې لارې تړل شوي چې له دې سره یې سوداګرو ته میلیونونه ډالر تاوان اړولی.

د پاکستان فدرالي عوایدو بورډ (ایف‌بی‌ار) د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ مالي کال د وروستیو شمېرو له مخې د غلام خان له لارې له افغانستان څخه هر کال په اوسط ډول ۱۰۹،۸۰ میلیونه ډالر واردات او ۲۴۰،۳۳ میلیونه ډالر صادرات ترسره شوي دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې د خرلاچي سوداګریزې لارې له لارې هر کال په اوسط ډول ۳۸،۳۰ میلیونه ډالر واردات او ۳۲،۲۷ میلیونه ډالر صادرات کېږي.

همدراز د چمن سوداګریزې لارې له افغانستان سره کلني ۲۸۹،۸۰ میلیونه ډالر واردات او ۲۶۵،۰۶ میلیونه ډالر صادرات ثبت شوي دي.

د پاکستان فدرالي عوایدو بورډ د معلوماتو له مخې د تورخم له لارې هر کال په اوسط ډول ۳۲۸،۶۶ میلیونه ډالر واردات او ۷۶۶،۶۲ میلیونه ډالر صادرات ترسره کېږي.

د پاکستاني ادارو د شمېرو له مخې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د څلورو مهمو سوداګریزو لارو له لارې هر کال په اوسط ډول ۷۶۶،۵۶ میلیونه ډالر واردات او ۱۵۰۴،۲۷ میلیونه ډالر صادرات کېږي۔

څو ورځې وړاندې په تورخم او سپین بولدک ولسوالیو کې ځینو افغان سوداګرو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و چې د پاکستان حکومت د کراچۍ بندر ته ویلی، چې تر امرثاني پورې دې د افغان سوداګرو سوداګریز توکي نه باروي د طالبانو او پاکستان ترمنځ له جګړې وروسته پاکستان د تورخم او چمن لارې هم تړلې دي.

افغان سوداګرو د طالبانو او پاکستان له حکومتونو وغوښتل، چې سیاست دې له سوداګرۍ جدا وساتي او د سوداګرۍ مخنیوی دې نه کوي.

نور خبرونه

رادیو