سږکال په افغانستان کې د انځرو حاصلات ۳۵ سلنه زیات شوي دي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۶

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو ریاست د شمېرو پر بنسټ، سږ کال په هېواد کې د انځرو حاصلات د تېر کال په پرتله ۳۵ سلنه زیات شوي دي.

د دغو شمېرو له مخې، سږ کال له ټول هېواد څخه ۱۵۱ زره او ۷۵۴ میټریک ټنه انځر ترلاسه شوي دي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن شنبه، د تلې ۲۶مه پر خپلې وېب‌پاڼه لیکلي، چې زابل، کندهار، هرات، روزګان او هلمند هغه ولایتونه دي، چې د انځرو ډېر بڼونه لري او د انځرو ډېری حاصلات له یادو ولایتونو څخه تر لاسه کېږي.

د یادونې وړ ده، چې تېر کال د انځرو تولید ۱۱۱ زره او ۷۷۴ میټریک ټنه و، چې ۳۹ زره او ۹۸۰ میټریک ټڼه زیاتوالی ښیي.

نور خبرونه

رادیو