د سپین بولدک دروازه نن د لنډمهال لپاره یوازې د افغان کډوالو د راستېدو پرمخ خلاصه وه

AP ۱۴۰۴ تله ۲۶

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې ځايي طالبانو ویلي، چې د سپین بولدک دروازه نن د شنبې په ورځ د موقت وخت لپاره د افغان کډوالو د راستنېدو پرمخ خلاصه وه، خو د کډوالو پرته نور پر هر ډول تګ راتګ بندیز لګول شوی.

په سپین بولدک ولسوالۍ کې طالب مسولینو ځايي خبریالانو ته ویلي، چې نن د شنبې په ورځ هم د تېرې ورځې په څېر د سپین بولدک له لارې یو شمېر افغان کډوالې کورنۍ بېرته هېواد ته راستانې شوې دي.

په سپین بولدک کې د کډوالو سرحدي امریت چارواکو ویلي، چې د سپین بولدک له لارې د تېرې ورځې راهیسې ۷۵۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۵۶۰ کسانو ته رسیږي له پاکستان نه راستنې شوې دي.

ځايي طالبانو ویلي، چې له پاکستان سره تر جګړې وروسته د سپین بولدک لاره په بشپړ ډول د هر ډول ترانزیټ او تګ راتګ پر مخ تړل شوي ده، خو یوازې تېره ورځ او نن د پاکستان له خوا افغان کډوالو ته افغانستان ته د داخلېدو اجاره ورکړل شوې ده.

د طالبانو د ۲۰۵ قول اردو د شپږمې سرحدي لوا ویاند عبیدالله د طالبانو ترواک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې له پاکستان سره د اوربند د پای ته رسیدو وروسته کومه نښته نه ده شوې،‌ خو طالبانو ته د تیارسۍ حالت امر شوی دی.

نور خبرونه

رادیو