د سراج الدین حقاني مرستیال: پاکستان یرغل ګر دی او د ټي ټي پي مشروع غوښتنې نه مني

AP ۱۴۰۴ تله ۲۶

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته نږدې کس او د هغه مرستیال محمد نبي عمري د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه وايي، چې پاکستان یرغل ګر دی او باید د عقل څخه کار واخلي.

نوموړی زیاتوي، چې پاکستان د تحریک طالبان پاکستان شرعي او منطقي غوښتنې نه مني.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري نن شنبه، د تلې ۲۶مه، په خوست کې د طالبانو د نوي والي په پېژند غونډه کې د وروستیو نښتو له امله پر پاکستان توندې نیوکې وکړې.

محمد نبي عمري وویل چې پاکستان ته کافر نشو ویلی خولې مو وړې دي، خو یرغل ګر ورته ویلی شو، هغه زیاته کړه چې که یو ځل مو ورباندې د متجاوز او یرغل ګر فتوا صادره کړه بیا به خلاص نه شي «نو خدای دی وکړي چې له عقل څخه کار واخلي.»

محمد نبي عمري نیوکه وکړه، چې پاکستان د تحریک طالبان پاکستان شرعي او قانوني غوښتنې ونه منلې او ځینو مخالفتونو له امله وډار شول.

عمري وویل:« ټي ټي پي نه مونږ جوړه کړې، نه مو یې ملاتړ کړی او نه زمونږ په وخت کې جوړه شوې ده.»

نوموړی په دې باور دی، چې د پاکستان پوځ دا هر څه په خپله خوښه نه، بلکې د ټرمپ په امر ترسره کوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال د پاکستان پر لومړي وزیر شهباز شریف هم سختې نیوکې وکړې او په مصر کې یې ټرمپ ته د شهباز شریف له لوري بې حده چاپلوسي یاده کړه او وې ویل: «کاش چې د مسلمان نوم نه وای ورپورې.»

عمري همدراز وايي، چې فکر کوي چې وروستي کړکېچ کې دا زمینه برابره شوې څو له پاکستان څخه د افغانستان نیول شوې خاوره چې ډیورنډ کرښه پرې تېره شوې بېرته ترلاسه شي.

دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته نږدې څېره او مرستیال یې د پاکستان پر وړاندې داسې توندې نیوکې کوي.

څو ورځې وړاندې پکتیکا ته د سفر پر مهال یوې ولسي غونډه کې سراج الدین حقاني د پاکستان په اړه له څه ویلو ډډه کړې وه او وروستیو نښتو ته یې هېڅ کومه اشاره نه درلوده.

نور خبرونه

رادیو