احمد مسعود: د افغانستان کړکېچ په بهرنۍ نسخه نه حل کېږي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۶

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق اڅګزي د اووم تلین نمانځغونډه کې د افغانستان د اوسني کړکېچ د حل لپاره پر یووالي ټینګار وکړ.

نومړي زیاته کړه چې د افغانستان بحران په بهرنۍ نسخه نه حل کېږي او د یاد کړکېچ حل د افغانانو په لاس کې دی.

احمد مسعود زیاته وویل:«په افغانستان کې د هرې ستونزې حل زموږ په یووالي کې دی. په هېڅ بهرنۍ تګلاره، هېڅ بهرنۍ نسخه کې زموږ د هېواد د ستونزې حل نشته. د افغانستان د ستونزې حللاره زموږ خپل لاس کې ده. د افغانستان د ستونزې حل ستاسو مشرانو په لاس کې دی.»

نوموړی وايي، د افغانستان د کړکېچ د حل او راتلونکي لپاره باید په یوه خوله او یووالي سره تګلاره جوړه شي.

نوموړي په خپله وینا کې پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په اړه هېڅ یادوونه ونه کړه.

نور خبرونه

رادیو