د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د درملو یوه خصوصي تولیدي کارخونه ۷۸ ډوله درمل تولېدوي، چې د هېواد ۳۰ ولایتونو ته یې صادروي.
دغې کارخونې ۹ میاشتې وړاندې د ۸ میلیونه امریکایي ډالرو په پانګونې سره فعالیت پیل کړی او دا مهال د اړتیا وړ درمل تولیدوي.
د «آرمین فارما» په نوم د درملو کارخونې عمومي مدیر عبدالله رایان د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس ته ویلي که چېرې له بهرنیو هېوادونو د ورته درملو واردات بند شي، دغه کارخونه چمتو ده چې د بازار اړتیا ته په پام سره خپل تولیدات پراخ کړي.
نوموړی وایي، چې په دې کارخونه کې له ۶۰ کسانو زیات کارکوونکي په کار بوخت دي او تولیدېدونکي درمل یې د نړیوالو معیارونو مطابق دي.
د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول هېواد کې ۱۰۵ د درملو تولیدونکې کارخونې فعالیت لري، چې د داخلي اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ یې، د خلکو لپاره د کار زمینه هم برابره کړې ده.

