د افغان رسنیو ملاتړي سازمان د طالبانو له‌خوا د شمشاد راډیو او ټلوېزیون بندېدل غندلي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۶

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان د جمعې په ورځ د (تلې ۲۵مه) لیکلي، چې د طالبانو له‌خوا د شمشاد راډیو او ټلوېزیون بندول غندلي دي. دې سازمان دا کار د بیان پر ازادۍ تېری بللی او له نړۍوالو بنسټونو یې غوښتي، چې د طالبانو د دې کار پر وړاندې غبرګون وښيي.

د رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) ویلي، د طالبانو دې اقدام یو ځل بیا وښودله، چې هغوی د بیان ازادۍ، خپلواکو رسنیو او خلکو د غږ پورته کېدو زغم نه‌لري.

دا سازمان د بې‌پولې خبریالانو، یونسکو، د خبریالانو نړۍوال فډراسیون او نړۍ والو بنسټونو څخه غواړي، چې د طالبانو د دې چلند پر وړاندې غبرګون وښيي. پر کابل واکمنو د تېرو څلورو کالونو په بهیر کې ګڼې رسنۍ تړلي، خبریالان یې ګواښلي، زنداني کړي، شکنجه کړي او په مجموع کې یې د رسنیو سخت محدودیتونه وضعه کړي.

نور خبرونه

رادیو