د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په یوه خبري ناسته کې وویل، چې له طالبانو سره تر ورستیو شخړو وروسته هم له طالبانو سره د اسلام اباد دیپلوماتیکې اړیکې دوام لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د خپل اونیز خبري کنفرانس پرمهال ویلي، چې له افغانستان سره له شخړو وروسته لا هم ډيپلوماټیکې اړیکې دوام لري، او د کمولو څه پلان یې نشته.
نوموړي په ټینګار سره له طالبانو غوښتنه کړې، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد له کارولو را وګرځوي.
طالبانو د پاکستان دا ډول څرګندونې په مکرر ډول رد کړې دي.
نوموړي په قطر کې د طالبانو او پاکستان د پلاویو ترمنځ د خبرو اترو په تړاو وویل، چې په دې اړه معلومات نه لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوځل بیا د خپل وزارت د رسمي اعلامیې دا ټکي تکرار کړل، چې « پاکستان د یوې داسې ورځې په هیله دی، چې افغانستان ازاد شي او د یوه ریښتني استازي له خوا اداره شي».
طالبانو له دې وړاندې د پاکستان د اعلامیې په غبرګون کې په پاکستان کې د تحریک لبیک ډلې پر غړو د پاکستان د امنیتي ځواکونو برید غندلی و او ددغه هېواد له پوځ او حکومت نه یې غوښتي وو، چې د خپلو خلکو پر ضد له زور زیاتي لاس واخلي او ستونزه د خبرو له لارې اواره کړي.