د ملي ډیموکراټیک غورځنګ ګوند مشر او د پاکستان پارلمان پخواني غړي محسن داوړ ویلي، چې د حکومت د غلطو پالیسو له امله خلک ځوریږي.
هغه زياته کړې، د شمالي وزیرستان پر خادي پوځې مرکز په ځانمرګي برید کې ۶ پوځي سرتیري او ملکي کسان وژل شوي دي.
محسن داوړ د جمعه په ورځ (د تلې ۲۵مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې پر دې ياد پوځي مرکز تر ځانمرګي برید وروسته ګڼ ملکي کسان په ډزو کې ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړې، چې ځايي خلک د حکومت د غلطو پالیسو له کبله ځوريږي.
وړاندې سیمهییزو ځايي سرچینو ویلي وه، چې نن سهار د خیبرپښتونخوا د شمالي وزیرستان د میرعلي ولسوالۍ اړوند د خدي په نامه پر یوه پوځي مرکز برید کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
د معلوماتو پربنسټ؛ په یاده څو ساعته نښته کې د ۴ بریدګرو په ګډون ۶ پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.