د پاکستان او طالبانو وړتیاوې؛ یو اټومي قدرت له وسلو کمزورې ډلې سره بیا هم په کړکېچ کې دی

۹ ساعتونه مخکې

رويټرز خبري اژانس په يوه تازه تحليلي راپور کې د پاکستان او افغان طالبانو پوځي ځواک پرتله کړی دی. راپور څرګنده کړې، چې د دواړو ترمنځ د تجهيزاتو، روزنې، او سازماني جوړښت له پلوه ژوره فاصله موجوده ده. دغه راپور د طالبانو او پاکستان د اوربند پر مهال خپور شوی.

هم‌مهاله د طالبانو او پاکستان ترمنځ په ډیورنډ کرښه سختې نښتې وشوې او اندېښنه شته، چې ښايي دغه کړکېچ لا پسې ژور یا هم پراخ شي.

عمومي انځور

د رويټرز د راپور له مخې؛ د پاکستان وسله‌وال ځواکونه منظم جوړښت، د پوځیانو د جذب او ساتنې پیاوړی نظام او له خپل سټراتيژيک ملګري چين څخه تخنيکي او پوځي ملاتړ لري. په تېرو کلونو کې چين پاکستان ته پرمختللي پوځي وسايل لکه ټانکونه، جنګي الوتکې، رادارونه او د توغندیو سيسټمونه ورکړي دي.
اسلام‌اباد سربېره پر دې د چين سره د دفاعي همکاريو ترڅنګ، په خپل اټومي وسله‌وال پروګرام کې پراخې پانګونې کړې دي او هم‌مهاله د هوايي او سمندري ځواکونو د عصري کولو او پياوړتيا هڅې یې هم روانې دي. پوځي شنونکي وايي، دغه پرمختګونه پاکستان د سوېلي اسيا د تر ټولو ځواکمنو پوځونو لرونکو هېوادونو له ډلې ګرځولی دی.

د بشري ځواک شمېر او وړتيا

اوس‌مهال پاکستان شاوخوا ۶۶۰ زره فعال پوځي پرسونل لري، چې په‌کې ۵۶۰زره د ځمکني پوځ، ۷۰زره د هوايي ځواک او ۳۰زره د سمندري ځواک غړي دي. دغه ځواکونه د عصري روزنې، پرمختللو وسايلو او ګټور لوژستیک ملاتړ له امله لوړ پوځي انسجام لري.
په مقابل کې، د طالبانو ډله شاوخوا ۱۷۲زره جنګيالي لري او ويلي يې دي، چې غواړي دغه شمېر ۲۰۰زره ته لوړ کړي. خو نړۍوال کارپوهان باور لري، چې د طالبانو ډېری غړي مسلکي پوځي روزنه نه‌لري او يوازې د چريکي جګړو تجربه ورسره ده.

زغره‌وال وسايل او توپونه

رويټرز ليکي، پاکستان له ۶زرو څخه زيات زغره‌وال وسايط او شاوخوا ۴۶۰۰ د توپخانې واحدونه لري، چې په‌کې عصري ټانکونه او ګرځنده دفاعي سيسټمونه شامل دي.
بل لور ته، طالبان د پخواني افغان پوځ له پاتې شویو درنو وسلو لکه د شوروي جوړ ټانکونو، زرهي ناقلو او توپونو څخه يو شمېر یې په لاس کې لري؛ خو کره شمېر يې معلوم نه‌دی. د پرزو، تخنيکي روزنې او مالي سرچينو نشتوالی د دې لامل شوی، چې ډېری وسايل يې له کاره لوېدلي او غيرفعال پاتې شي.

هوايي ځواک

پاکستان د سيمې يو له پياوړو هوايي ځواکونو څخه شمېرل کېږي. دغه هېواد د ۴۶۵ جنګي الوتکو او له ۲۶۰ څخه زياتو څرخي الوتکو یا چورلکو درلودونکی دی، چې د دفاعي او تهاجمي عملياتو د ترسره کولو پراخه وړتيا لري.
خو طالبان ګټور هوايي ځواک نه‌لري. د رويټرز د راپور له مخې؛ د طالبانو تر واک لاندې يوازې ۶ الوتکې او شاوخوا ۲۳ چورلکې شته، چې ځينې يې د شوروي اتحاد د دورې پاتې شونې دي. لاهم روښانه نه‌ده، چې څومره يې د الوتنې وړ دي او په عملياتي حالت کې دي.

اټومي وړتيا

پاکستان د لږو اسلامي هېوادونو له ډلې يو دی، چې اټومي وسلې لري. د نړۍوالو اټومي څېړنو له مخې؛ دغه هېواد شاوخوا ۱۷۰ اټومي سرګلولې لري. دغه موضوع پاکستان ته د سیمه‌ییز ځواک په توازن کې ځانګړې سټراتيژيکه مرتبه ورکړې ده.
په مقابل کې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان هېڅ ډول اټومي زېرمې نه‌لري او ان د عادي وسلو په برخه کې هم د تجهيزاتو او ټېکنالوژۍ له کمښت سره مخ دی.

د رويټرز د راپور له مخې؛ پاکستان د چين په ملاتړ د پرمختللو وسلو د پانګونې او د خپل منظم پوځ د انسجام له امله د يو سيمه‌ييز پوځي ځواک په توګه ځان ثابت کړی دی؛ خو طالبان د تجهيز، مسلکي روزنې او نړۍوال مشروعيت له جدي ننګونو سره مخ دي.

د طالبانو ډله د رسمیت پېژندنې ناورین له کبله له هر ډول تخنیکي او مالي همکارۍ نه بې‌برخې ده.

نور خبرونه

رادیو