د خیبر پښتونخوا نوي اعلی وزیر سهیل اپریدي د پاکستان د لومړي وزیر په مشرۍ د افغان کډوالو د اخراج او کرنې په تړاو د شهباز شریف په مشرۍ د مرکزي حکومت په غونډه کې له ګډون نه ډډه کړې ده. هغه په ناسته کې خپل ګډون له عمران خان سره په لیدلو پورې مشروط کړی.
د خیبر پښتونخوا نوي اعلی وزیر ویلي، چې د شهباز شریف په مشرۍ یې د مرکزي حکومت په غونډه کې ځکه ګډون نه دی کړی، چې نوموړي ته د تحریک انصاف ګوند مشر او د پاکستان له پخواني لومړي وزیر عمران خان سره په زندان کې د کتلو اجازه نه ده ورکړل شوې.
سهیل اپریدي ویلي، تر هغه چې له عمران خان سره ونه ګوري او له هغه نه د پالیسۍ په تړاو لارښوونې ترلاسه نه کړي، د مرکزي حکومت په ناستو کې به ګډون ونه کړي.
نوموړي ویلي، په دغه ډول غونډو کې ګډون د پښتونخوا د خلکو د رسمي او قانوني واک سپکاوی ګڼل کېږي.
سهیل اپریدي له مرکزي حکومت او د پاکستان له سترې محکمې غوښتنه کړې، چې ژر تر تر ژره دې د نوموړي او عمران خان د لېده کاته مساله حل کړي.
د خیبر پښتونخوا حکومت دغه راز ویلي، چې په دغه ایالت کې د افغان کډوالو د ۲۸ کمپونو د تخلیې امر هم د مرکزي حکومت له خوا ور کړل شوی او دوی پکې ښکیل نه دي.
د راپورونو له مخې، نن د جمعې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد د څلورو ایالتونو اعلی وزیران د افغان کډوالو د اخراج او کرنې په تړاو ناستې ته وربللي دي.