د سپین بولدک – چمن دروازه په لنډمهالي ډول پرانېستل شوه

۱۷ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون خبر ورکړی، چې د سپین بولدک دروازه د لنډې مودې لپاره د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره پرانیستل شوه. که څه په دې اړه ډېر جزییات نه‌دي ورکړل شوي؛ خو وړاندې د یادې دروازې د خلاصېدو په اړه خبر ورکړل شوی و.

پاکستان تر دې وړاندې هم د دوشنبې په ورځ په چمن کې د سلګونه بې‌اسناده افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره د سپین بولدک -چمن دروازه د لنډې مودې لپاره پرانیستې وه. پاکستاني لوري لاتراوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو