ملګري ملتونه: د غزې لوېدیځو سیمو ته د مرستو لېږد له خنډونو سره مخ دی

AP ۱۴۰۴ تله ۲۵

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، د غزې نورو سیمو ته د مرستو په رسولو کې له جدي ستونزو سره مخ شوی.

سازمان زیاته کړې، چې ټولې لارې خرابې دي اود دې ادارې د مرستو کاروانونه نه شي کولای د غزې شمال ته، چې د لوږې له سخت وضعیت سره مخ ده، ورسېږي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، سره له دې چې د حماس او اسراییل تر منځ اوربند شوی، خو د جګړې له امله ډېرې لارې ویجاړې شوې او هغه اصلي لارې چې شمالي غزې ته رسېږي، لا هم تړلې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، د جګړې تر پای وروسته هره ورځ شاوخوا ۵۶۰ټُنه خوراکي توکي غزې ته لېږدول کېږي، خو دا اندازه لا هم د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي نه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر ټام فلېچر ویلي، چې د پراخې لوږې، بې‌کوره‌توب او د بنسټیزو خدمتونو د ړنګېدو د مخنیوي لپاره باید هره اونۍ زرګونه موټر په مرستو بار غزې ته داخل شي.

نور خبرونه

رادیو