اکسیوس: ټرمپ نه غواړي چې اوکراین ته د «تاماهاوک» توغندي ورکړي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۵

د امریکايي رسنۍ «اکسیوس»د دوو باخبره سرچینو په وینا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په یوې لیدنه کې ویلي، چې دا مهال نه غواړي د اوږد واټن تاماهاوک توغندي اوکراین ته ورکړي.

د سرچینو په وینا، دا لیدنه «اسانه نه وه». که څه هم د خبرو پر مهال څوک نه غږېدل، خو ټرمپ جدي او پرېکړه‌ کوونکی ښکاره کېده. یوې بلې سرچینې دا لیدنه «ناوړه» بللې ده.

راپور زیاتوي، زیلینسکي په ټینګار سره غوښتنه کړې وه چې اوکراین ته د «تاماهاوک»توغندیو مرسته وشي، خو ټرمپ له دې غوښتنې سره مخالفت وکړ او هېڅ انعطاف یې ونه ښود.

د باخبره سرچینو له قوله، ټرمپ ټینګار وکړ چې د روسیې په اړه باید ډيپلوماتیکو هڅو ته لومړیتوب ورکړل شي، او د تاماهاوک توغندیو ورکول ممکن د دې هڅو د زیان سبب شي.

د اکسیوس د راپور له مخې، زیلینسکې له ټرمپ سره د لیدنې تر پای وروسته سمدستي له اروپايي مشرانو سره په یوه ویډیويي غونډه کې خبرې وکړې. د راپور له مخې، د اروپايي هېوادونو یو شمېر مشران د ټرمپ د ظاهراً بدل شوي دریځ له امله حیران شوي وو.

ټرمپ له وړاندې هم ویلي و، چې غواړي د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوي، خو د هغه وروستي دریځ د واشنګټن او کیف اړیکې یو ځل بیا له ابهام سره مخ کړې دي.

نور خبرونه

رادیو