سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې نیم ساعت وړاندې طالب استخباراتو د شمشاد خصوصي ټلویزیون نشرات بند کړي.
د شمشاد ټلویزیون څخه سرچینو زیاته کړې، چې تر اوسه د نشراتو د بندېدو لامل معلوم نه دی.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د جمعه په ورځ (د تلې ۲۵مه) ویلي،
چې طالب استخبارات یې دفتر ورغلي او د دوی نشرات یې تر نامعلومې مودې پورې بند کړي.
که څه هم د نشراتو بندېدو اصلي لامل روښانه نه دی؛ خو یوې بلې سرچینې ویلي، چې کیدای شي دا پرېکړه د ځینو خپرو شویو مطالبو یا د طالبانو د پالیسو خلاف نشراتو له امله شوې وي.
د طالبانو حکومت د دې موضوع په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
دغه ټلویزیون د افغانستان له مهمو تلویزیونونو څخه ګڼل کېږي او د هېواد په بیلابیلو سیمو کې پراخ لیدونکي لري.
د بیان ازادۍ ملاتړي فعالان او خبریالان اندېښنه لري، چې دا اقدام به د رسنیو پر ازاد فعالیت منفي اغېز وکړي او د خبریالانو پر فضا نور فشارونه زیات کړي.

