ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، نن شپه (جمعه د تلې ۲۵مه) شاوخوا ۸ بجې د پاکستان هوايي ځواکونو د پکتیکا په ارګون او برمل ولسوالیو کې د ولسي وګړو کورونه په نښه کړي دي.
سرچینو زیاته کړې، د پاکستان په دغو هوايي بریدونو کې تر اوسه ۱۰ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي. د سرچینو په وینا، په وژل شویو کسانو کې دوه ماشومان او په ټپیانو کې ۶ ښځې هم شامل دي.
په ارګون ولسوالۍ کې سرچینو ویلي، چې دا برید د دغه ولسوالۍ اړوند خاندار کلي کې د «غازي» په نوم قضاب په کور ترسره شوی دی.
د پاکستان دغه بریدونه په داسې حال کې دي چې، د دوحې خبرو تر پای ته رسېدو د افغانستان او پاکستان تر منځ اوربند اعلان شوی و او د ځينو طالب چارواکو په وینا، دغه اوربند د پاکستان له لوري مات شوی او د ډيورند فرضي کرښې په اوږدو کې یې د ولسي وګړو پر کورونو بمبارۍ پیل کړې دي.

