د ایران د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو مشر ايرج کاکاوند د يو امنیتي پلاوي په مشرۍ د افغانستان فراه ولايت ته رسېدلی. هغه د طالبانو له سيمهييزو چارواکو سره د نشهيي توکو د قاچاق پر ضد د ګډو همکاريو د پراختيا او د پولو د لا جدي څارنې او کنټرول په اړه سلا مشورې کړې دي.
د ایراني ایراف اژانس د راپور له مخې؛ کاکاوند په فراه کې د طالبانو والي محمد حافظ مجاهد سره په لیدنه کې تینګار کړی، چې د ایران او افغانستان ترمنځ ګډې امنیتي هڅې باید نورې هم پیاوړې شي. کاکاوند د دواړو هېوادونو امنيتي اړيکې «رغنده او د پرمختګ په حال کې» وبللې. هغه زياته کړه: «که په پوله کې هر ډول ګواښ يا پېښه رامنځته شي، دواړه هېوادونه به د قاچاقبرو پر ضد ګډ او پرېکنده غبرګون وښيي».
یاد ایراني چارواکي د دواړو خواوو د واليانو تر منځ د مستقيمو اړيکو پر اهميت هم ټينګار وکړ او ویې ويل، چې دغه ډول اړیکې کولای شي د قاچاق ضد هڅې ګړندۍ کړي او د ګډو سرحدي عملياتو لپاره لاره هم هواره کړي. د کاکاوند په وينا؛ د سرحدي تګلارو د لا ښې څارنې او کنټرول لپاره نوې پرېکړې هم شوې دي.
د طالبانو والي محمد حافظ مجاهد ویلي، چې دوی د نشهیي توکو د قاچاق په برخه کې جدي مبارزه کوي. نوموړي وویل: «د هېواد په ډېرو سيمو کې د نشهيي توکو کر او قاچاق له منځه وړل شوي».
د ناستې په پای کې دواړو لوريو د نشهيي توکو د قاچاق پر ضد د سيمهييزو چارواکو د کړنو ارزونه کړې او د ګډو همکاريو د دوام، د استخباراتي معلوماتو د تبادلې او د قاچاقي شبکو پر ضد د نويو تدابيرو د پلي کېدو ژمنې یې سره کړې دي.
د ایران یاد چارواکي تر دې وړاندې په هرات کې هم د طالبانو له والي سره ورته ناستې کړې او د سیمهییزو امنیتي همکاریو پر پراخېدو یې ټینګار کړی و. ایران د افغانستان له پولو د ورتلونکو نشهيي توکو له قاچاق نه جدي وېره لري او ان په خپل هېواد کې یې ځینې افغانان د همدې قاچاق او نشهيي توکو د کاروبار په تور اعدام کړي هم دي.