د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور روسیې ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د انرژۍ له وزیر سرګي تسیویلف سره ناسته کړې ده. د روسیې د انرژۍ وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په یاده لیدنه کې د افغانستان د اوبو او برېښنا د کوچنیو بندونو د جوړولو په اړه خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «په دغه لیدنه کې د برېښنا په برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا پر لیدلوري او په ځانګړي ډول د اوبو او برېښنا کوچنیو بندونو د جوړولو په اړه خبرې وشوې».
د افغانستان د ادارو د کارکوونکو د روزنې موضوع هم د خبرو له مهمو برخو څخه وه، چې روسیه به د انرژۍ په برخه کې افغان متخصصین وروزي. د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت دغه لیدنه د دواړو هېوادونو تر منځ د متقابلې همکارۍ لپاره مهمه بللې ده.
دغه وزارت ویلي، د روسیې د انرژۍ وزیر ژمنه وکړه چې هېواد به یې د اوبو او انرژۍ په برخو کې د تخنیکي تجربو د تبادلې، د متخصصینو د روزنې او د بنسټیزو پروژو د عملي کولو په برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي. روسیه په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې طالبان د یوه حکومت په توګه په رسمیت پېژني.
د طالبانو د کابینې غړو او نورو چارواکو تګ هم مسکو ته ډېر شوی او هلته په ناستو کې د ګډون لپاره بلنې هم ورکول کېږي. د شنونکو په باور پر کابل واکمنې ډلې ته د اړیکو لپاره اوس یوازې روسیه، چین او د منځنۍ اسیا هېوادونه ور پاتې دي. دغه ډله چې په نړۍواله کچه سخت منزوي حالت کې ده، د یادو هېوادونو له لوري هم ورسره د خپلو امنیتي مجبوریو له کبله اړیکې پالل کېږي.