له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ خبر ورکړی، چې سبا شنبه (د تلې ۲۶مه) به د کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شي.
یاد بنسټ له کورنیو غوښتي، چې د خپلو ماشومانو روغتیا لپاره دې په دغه کمپاین کې فعاله ونډه واخلي. تر دې وړاندې له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ ویلي و، چې په افغانستان کې د پولیو واکسین روان کمپاین پرمهال به ۲.۲ مېلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړل شي.