د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو د روغتیا وزیرانو په ګډون له یو شمېر مرستندویه ادارو سره په انلاین غونډه کې د ګوزڼ واکسین پر تطبیق خبرې کړې دي.
د طالبانو د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پولیو واکسین د تېرو کمپاینونو پر ننګونو، د کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې او د افغانستان د روغتیایي خدمتونو د کېفیت پر لوړېدو هم بحثونه شوي دي.
طالبان وایي، دوی ژمن دي افغانانو ته په بېلابېلو برخو کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي او په دې برخه کې ورسره د نړۍوالو مرستې هم اړینې دي. همدا راز زیاته شوې، چې د یادې غونډې پر مهال د یادو هېوادونو وزیرانو او مرستندویه سازمانونو له افغانستان سره د روغتیایي مرستو ژمنې وکړې.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د ګوزڼ ضد واکسینونو پر تطبیق هم ټینګار کړی دی. پاکستان او افغانستان یوازیني دوه هېوادونه دي، چې د پولیو ویروس په کې لا هم پاتې دی. د روغتیا نړۍوال سازمان په ګډون یو شمېر نورو بنسټونو اندېښنه ښوولې، چې له پاکستان نه د ستنېدونکو افغانانو په بهیر کې ښايي د افغانستان دننه د پولیو ویروس خپرېدو وېره لا ډېره شي.
د افغانستان د پولیو بېړني مرکز له ټولو کډوالو غوښتي، چې د ستنېدو پرمهال دې په ډیورند کرښه خپلو کوچنیانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړي.