ننګرهار کې د طالبانو د کرنې، مالدارې او اوبو لګولو ریاست مسوولان وایي، سږکال د دغه ولایت په کامه، کوز کونړ، ګوشته، بټي کوټ او لعلپورې ولسوالیو کې پر ۳۱۹۶ زره هکټاره ځمکې ګني کرل شوي چې له یوې برخې به یې ۹۲۰۰ټُنه ګوړه ترلاسه شي.
د طالبانو تر واک لاندې د حریت راډیو د ننګرهار د کرنې، مالداری او اوبو لګولو ریاست مطبوعاتي مسوول اجمل سجادي له قوله ویلي، چې پر ۳۱۹۶ هکټاره ځمکه باندې ګني کرل شوي چې د اټکل له مخې به ۱۴۳ زره او ۸۵۰ میټریک ټنه حاصل ترې ترلاسه شي.
سجادي زیاتوي: «له ۹۶ زره ۸۵۰ ټُنه ګنیو څخه به ګوړه جوړه شي چې سږ کال به ۹۲۰۰ مټریک ټنه د ګوړې تولید ولرو. ۲۲۰۰۰ به د راتلونکي کال لپاره وساتل شي.»
د نومړيه په وینا، ۲۵۰۰۰ میټریک تُنه ګني به په شربت او څښاک کې وکارول شي.