د پاکستان د طالبانو غورځنګ مشر مفتي نور ولي مسید په یوه تازه ویډیو کې، چې په غرنیو سیمو کې یې اخېستې، وايي، د خیبر پښتونخوا ایالت په خیبر ولسوالۍ کې اوسیږي او له خپلو قبایلي سیمو فعالیت کوي.
نوموړی وايي، دا ویډیو یې ددې لپاره کړې چې وښيي ژوندی دی او له افغانستان نه بهر اوسیږي.
نور ولي مسید په خپله دې ویډیو کې، چې د طالبانو د عمر سټوډیو له خوا خپره شوې، ویلي چې دی د خیبر پښتونخوا ایالت په خیبر ولسوالۍ کې اوسیږي او له قبایلي سیمو نه خپل فعالیتونه کوي.
هغه په دې ویډیو کې ویلي، چې هدف یې نړۍ او خپلو پلویانو ته دا ښودل دي، چې دی ژوندی دی او له افغانستان نه بهر اوسیږي.
نور ولي مسید سوګند کړی، چې دی په خیبر کې اوسیږي او په افغانستان کې یې اوسېدل ټول تورونه دي.
هغه په دې ویډیو کې خپل جنګیالي په پاکستان کې جګړې ته هڅولي او په خپلو لیکو کې یې پر اطاعت ټینګار کړی دی.
د ټي ټي پي مشر خپل جنګیالي له عامو خلکو سره ښه چلند ته هڅولي دي.

