ټرمپ: حماس په غزه کې د وژل شویو یرغمل شویو کسانو د جسدونو د موندلو هڅه کوي

۱ ساعت مخکې

د امریکا ولسمشر ویلي، چې د حماس ډله په غزه کې د وژل شویو یرغمل شویو کسانو د جسدونو د موندلو هڅه کوي؛ هغه جسدونه چې ځینې یې د ړنګو شویو ودانیو لاندې او یو شمېر نور یې د ځمکې لاندې تونلونو کې ښخ دي.

ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې په خپل دفتـر کې خبریالانو ته وویل: «دا یو ویرونکی بهیر دی... هغوی کېندنې کوي او ډېر مړي یې موندلي دي. وروسته باید هغوی له یو بل سره تفکیک شي.»
هغه زیاته کړه: «د دغو مړو ځینې له ډېر وخت راهیسې هلته پاتې دي. ځینې د ورانۍ لاندې ښخ دي او باید د کنډوالو له لاندې و اېستل شي. یو شمېر نور بیا په هغو تونلونو کې دي چې د ځمکې ژورو کې دي.»

نور خبرونه

رادیو