سرچینې: په کابل کې پاکستان پر دوو اهدافو هوايي بریدونه کړي

۴۸ دقيقې مخکې

په کابل کې معتبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د پاکستان الوتکو د کابل د څلورمې امنیتي حوزې په تایمني سیمه کې پر دوو ځایونو بریدونه کړي دي. د بریدونو مشخص اهداف تراوسه نه دي په ډاګه شوي.

طالبانو تر اوسه پر کابل د پاکستان هوايي برید رسمي نه دی تایید کړی.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ په سپین بولدک کې نننۍ نښتې د افغانستان پر وخت پنځه بجې بندې شوې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ، چې د اسلام اباد په ټینګار او غوښتنه یې اوربند کړی دی.

د پاکستان دولتي ټلویزیون ویلي، چې په کندهار کې هم د طالبانو څو اهداف په نښه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو