هندۍ څېړونکې: پاکستان په افغانستان کې د ژورې ستراتېژۍ پر ځای امنيتي کندې ته لوېدلی دی

۳ ساعتونه مخکې

د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف ومنله، که څه هم طالبان د اسلام‌اباد له‌خوا جوړ شوي او پياوړي شوي؛ خو نور د دوی د باور وړ نیابتي ډله نه‌ده.

په دې اړه د نوي ډيلي یوې څېړنیزې ادارې څېړونکې نينا شرما باور لري، چې پاکستان د طالبانو په ملاتړ خپلو ستراتيژيکو موخو ته نه‌دی رسېدلی؛ بلکې دغه ډله اوس د پاکستان لپاره په امنيتي سرخوږي اوښتې ده.

هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر اميرخان متقي د سفر پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښته وشوه. پاکستان تل د افغانستان او هند ترمنځ ښو اړیکو اندېښمن کړی، هغه که د حامد کرزي او اشرف غني د حکومتونو پرمهال اړیکې وې او که اوس د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دي.

د پاکستان ستراتيژي جوړوونکو تل دا هڅه کړې، چې باید هند په افغانستان کې نفوذ ونه لري چې د دوی له نظره د پاکستان لوېديځې پولې خوندي پاتې شي. اوس اسلام‌اباد باور لري، چې طالبان د هغو وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي چې هند وخت ناوخت د پاکستان د بې‌ثباته کولو لپاره کار ترې اخیست او اوس داسې ښکاري، چې دغه ستراتيژيکو موخو د يوې امنيتي کندې بڼه غوره کړې ده.

د سياست او حکومتولۍ په برخه کې د څېړنیز بنسټ غړې نینا شرما د دوشنبې په ورځ په اسيا ټايمز کې یوه مقاله خپره کړې او لیکلي یې دي، پاکستان د طالبانو په ملاتړ نه‌دي توانېدلي چې خپل سرحدونه او خاوره خوندي کړي.

د پاکستان د امنيتي مطالعاتو او څېړنو مرکز د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۵کال په لومړيو درېیو مياشتو کې د پاکستان شاوخوا ۲۴۱۴ پوځیان وژل شوي، چې دغه شمېر د ۲۰۲۴کال له تلفاتو سره برابر دی.

دغه ډول د وسله‌والو شخړو د معلوماتو سازمان ACLED شمېرې ښيي، چې تېر کال د پاکستاني طالبانو تحریک او پاکستان امنيتي ځواکونو ترمنځ لږ تر لږه ۶۰۰ نښتې شوې دي. اسلام‌اباد وايي، چې د دغه نښتو ډېروالي لامل د افغان طالبانو له‌خوا د پاکستاني طالبانو ملاتړ دی.

نينا شرما ليکي:« په تېرو دوو لسيزو کې د پاکستان پوځ دا هڅه کوله، چې په کابل کې داسې ډله واکمنه کړي چې د هند نفوذ کم کړي او خپل سرحدونه ارام وساتي؛ خو د طالبانو له دویمې واکمنۍ سره پاکستان دې موخې ته ونه رسېد.»

د مېرمن شرما په وينا؛ طالبان اوس هڅه کوي، چې پر پاکستان خپله تکیه کمه کړي او ځان د يوه خپلواک ځواک په توګه معرفي کړي؛ ځکه یې له هند سره خپلې اړيکې پراخې کړې او پاکستان نه‌شي کولای، چې د دغه اړيکو د پراخېدو مخه ونيسي.

دغه هندۍ څېړونکې باور لري، چې په افغانستان او پښتونخوا کې پر پاکستاني طالبانو هوايي بريدونه د پاکستان سرحدي سیمې نه‌شي خوندي کولای؛ ځکه چې پاکستاني طالبان د دغه بریدونو په بدل کې غبرګون ښيي او افغان طالبان هم د اسلام‌اباد په غوښتنه د پاکستاني طالبانو له ملاتړ څخه لاس نه اخلي.

د هغې په وينا؛ له ستراتيژيک پلوه هغه موخه چې پاکستان یې پخوا په لټه کې و، اوس د يوې امنيتي کندې بڼه غوره کړې او ګواښ یې تر پخوا ډېر شوی دی.

اغلې شرما وړاندوينه کوي، چې ښايي پاکستان په افغانستان کې د دغه وسله‌والو ډلو د پټنځایونو ویجاړولو لپاره ځمکني عملیات ونه کړي؛ خو خپلو توپچي او هدفي هوايي بریدونو ته به دوام ورکړي. دغه ډول به پاکستان دا هڅه هم وکړي، چې د چين او قطر له لارې پر طالبانو سياسي فشار راوړي.

خو د افغانستان طالبان نه غواړي داسې ښکاره شي، چې ګواکې د پاکستان د فشار له امله له خپل دریځ څخه په شا شوي دي. د شرما په وينا؛ له پاکستان سره د افغان طالبانو مخالفت هغوی ته په ملي کچه مشروعیت او ارزښت ورکوي، په داسې حال کې چې دغه ډله له جدي سياسي او اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

نور خبرونه

رادیو