روسیې له طالبانو او اسلام‌‌اباد غوښتي، چې خپل اختلافات له سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو حل کړي

۳ ساعتونه مخکې

د روسیې د بهرنيو چارو وزارت په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هېواد د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د ټیکاو هرکلی کوي. روسیې له طالبانو او اسلام‌‌اباد غوښتي، چې له زغم کار واخلي او خپل ټول اختلافات له سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې (د اکتوبر په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه) د پاکستان او طالبانو ترمنځ نښتو اندېښمن کړي او دغه وضعیت له نږدې څاري. خبرپاڼه زیاتوي: «کابل او اسلام‌اباد د دغه نښتو د څرنګوالي او ډېروالي په اړه بېلابېل نظرونه لري. اوس د جګړې په سیمه کې وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی او موږ یې هرکلی کوو.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې مسکو تمه لري د ترهګرۍ ضد او سیمه‌ییز امنیت په برخه کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې خبرې بیا له سره پيل شي.

نور خبرونه

رادیو