طالبانو او ترکمن چارواکو د ټاپي پروژې چارې له نږدې کتلې دي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري په مشرۍ یو لوړپوړي پلاوي د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ له یوه ترکمنستاني پلاوي سره یوځای د ټاپي پروژې چارې له نږدې کتلې دي.

د طالبانو د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر نن دوشنبه، د تلې ۲۱مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې دواړو لوریو د دې پروژې د چارو د کتلو پرمهال په افغانستان کې د ټاپي نل‌لیکې د چارو د چټکتیا ډاډ ورکړی دی.

د طالبانو د هرات والي اسلام‌جار ډاډ ورکړی، چې د دې پروژې چارې په چټکۍ روانې دي او د کار په جریان یې کې هېڅ ډول خنډ نشته.

نوموړي ویلي، چې افغانستان او ترکمنستان د دې پروژې بشپړېدو ته ژمن دي.

له دې وړاندې د تلې پر ۱۳مه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د سیاسي او اقتصادي اړیکو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

دوی په اعلامیه کې لیکلی و، چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو د خبرو په ترڅ کې د ټاپي پروژې روانې چارې هم مثبتې ارزولې دي او په نږدې راتلونکي کې یې په بېلابېلو برخو کې د عملي همکاریو د پراختیا ژمنه هم کړې ده.

د ټاپي د ګازو نل‌لیکه د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا نه پاکستان او هند ته غځیږي.

خو د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا ددې پروژې، ټاپ پروژې او د ټرانس افغان پروژې پر راتلونکي سیوری غوړولی دی.

نور خبرونه

رادیو