د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د یو شمېر خبریالانو د فېسبوک بندېدل اندېښمنونکي بللي

۳ ورځې مخکې

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان د فېسبوک کمپنۍ له‌خوا د یو شمېر افغان خبریالانو د اکونټونو تړل‌کېدل «یو اندېښمنوونکی او پر بیان ازادۍ جدي ګوزار» بللی دی. له څو ورځو راهیسې د یو شمېر هغو افغان خبریالانو اکونټونه تړل شوي، چې له هېواده د باندې مېشت دي.

دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، فېسبوک کمپنۍ (میټا پلټفورم) په دې وروستیو ورځو کې د یو شمېر هغو افغان خبریالانو چې له هېواده بهر د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارو د افغانانو د حقایقو، ستونزو او انساني وضعیت غږ نړۍ ته رسوي بند کړي دي.

فېسبوک کمپنۍ لا تر اوسه د یادو افغان خبریالانو د فېسبوک اکونټونو د بندښت په تړاو هېڅ رسمي دلیل نه دی وړاندې کړی او خبریالانو ته هم د وضاحت غوښتنې حق نه دی ورکړل شوی.

خبرپاڼه کاږي: «دا اقدام نه یوازې د خبریالانو د حقونو او د هغوی د مسلکي کار خنډ ګرځي، بلکې د بیان ازادۍ، د معلوماتو د لاسرسي او د ډېموکراسۍ ارزښتونو له اصولو سره هم په څرګنده توګه په ټکر کې دی.»

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان له فېسبوک کمپنۍ څخه غوښتي، چې په لومړي سر کې د یادو افغان خبریالانو تړل شوي اکونټونه ژر تر ژره فعال کړي ګنې د دغې پرېکړې شفاف دلیلونه وړاندې کړي او یا هم هغه پالیسۍ دې بیا وارزوي چې د بیان ازادۍ د محدودېدو لامل شوې دي.

د یاد سازمان په وینا، افغان خبریالان د معلوماتو د ازاد بهیر، د خلکو د غږ رسونې او د ځواب‌ویلو د کلتور د ټینګښت لپاره کار کوي او «د هغوی خاموشه‌کول، د ټول ملت خاموشه‌کول دي.»

په بهر کې مېشت یو شمېر فعال افغان خبریالان وايي، پرته له دې چې د فېسبوک پالیسۍ خلاف کوم کار یې کړی وي، فېسبوکونه یې بند کړای شوي دي.

نور خبرونه

رادیو