د کابل د علي اباد روغتون اړوند سندونه چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، ښيي د روغتون د جومات ملا او د امربالمعروف وزارت رسمي کارکوونکی له ډاکټرانو او متخصصانو څخه مذهبي ازموینې اخلي او "د عقیدې پلټنه" یې کوي.
د سندونو له مخې، ملا خلیل الرحمن د علي اباد روغتون د کاري ډلې واټساپ ته د ډاکټرانو او طبي کارکوونکو نوملړ لېږلی او له دوی یې غوښتي چې د سې شنبې په ورځ ددیني پوښتنو ځواب ویلو لپاره جومات ته ورشي.
د روغتون کارکوونکو ته په لیږل شوي غږیز پیغام کې هغه خبرداری ورکړی چې ټول ډاکټران او کارکوونکي باید سبا د مذهبي ازموینې لپاره جومات ته ورشي.
هغه وايي چې که دوی ازموینه کې ګډون ونه کړي نو د راتلونکي "مسوولیت" به یې د دوی پر خپله غاړه وي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت په ټولو وزارتونو کې دفترونه جوړ کړي دي چې دنده یې د عقایدو پلټنه ده او دولتي کارکوونکي د ږیرې پریښودو، جامې اغوستلو او په جماعت سره په لمانځه کې ګډون ته اړ باسي.
مخکې له دې، داسې راپورونه وو چې طالبانو د روغتیا وزارت له کارکوونکو څخه هم دیني ازموینه اخیستې ده.
په تیرو څلورو کلونو کې په زرګونو استادان له افغانستان څخه وتلي دي او د راپورونو له مخې، محتسبان په پوهنتونونو کې د زده کوونکو د عقایدو پلټنه کوي.
طالبانو په وزارتونو او دولتي ادارو کې غیر مسلکي ملایان ټاکلي دي، چې یوازې په دیني مدرسو کې یې زده کړې کړې دي او عصري زده کړې نه لري.

