په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو ادارې د پاکستان ددفاع وزیر خواجه محمد اصف د افغانستان د ویزې غوښتنه رد کړې ده.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې له وروستۍ نښتې او د افغانستان د هوايي حریم له نقض وروسته ترینګلې شوې دي.
سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پاکستان د څارګرې ادارې د رییس په ګډون دوو نورو جګپوړو پوځي چارواکو هم کابل ته د سفر لپاره د ویزو غوښتنه کړې، خو د د ویزو دغه غوښتنې د طالبانو ادارې رد کړې دي.
په ورته وخت کې پاکستاني سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ویزې نه دي غوښتل شوې، یوازې د سفر وړاندیز شوی و.