طالب چارواکی: دیوبند مدرسه د افغانستان پخوانیو حکومتونو هم ستر دیني مرکز بللی

۴ ورځې مخکې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي ویلي، چې دیوبند مدرسه نه یوازې دا چې د سیمې په کچه معتبر دیني مرکز دی، بلکې د افغانستان مخکينیو حکومتونو هم دې مدرسې ته د ستر علمي مرکز په سترګه کتلي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د دیوبند فکري او مذهبي اغېز نه يوازې د افغان علماوو او شرعي علومو په طالبانو کې ژورې ريښې لري، بلکې د پخوانيو افغان حکومتونو له نظره هم دیوبند ته د معتبر علمي مرکز په سترګه کتل شوي دي.

ذاکر جلالي دې مدرسې ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ورتګ ته په اشارې سره لیکي: «په ورته وخت کې دواړه هېوادونه کولای شي د دیوبند د دې اړیکې له لارې د دوه اړخيزو اړيکو په فرهنګي او فکري ډګر کې يو نوی باب پرانیزي».

د تاريخي اسنادو له مخې د پاکستان تر جوړېدو مخکې د افغانستان ډېر طالبان د دیني زده کړو لپاره دیوبند مدرسې ته تلل.

شواهد ښيي، چې د افغانستان پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د افغان طالبانو لپاره د دیوبند مدرسه کې ځمکه رانیولې چې اوس هم په (باب ظاهر) سره یادېږي.

دغه ډول محمد ظاهر شاه د دې مدرسې د یوه عالم دوه اثار (کابلی تفسیر) او (سیرت النبي) له اردو ژبې څخه په پښتو او دري ژبو وژباړل او د دې کتابونو لیکوال ته یې نغدي انعام هم ورکړ.

شنونکي وايي، چې د هند حکومت د مسلمانانو مدرسې په ځير سره څاري او د افراطیت مخه یې نیسي. باورونه دا دي، که د تېر جمهوریت پر مهال افغان طالبان د زده کړو لپاره دیوبند ته استول شوي وای، په پاکستاني مدرسو کې به د افغانستان پر ضد نه روزل کېدای او اوس به افغانانو له ديني ادرس څخه هم ملي روایت درلودای.

نور خبرونه

رادیو