د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په نوي ډیلي کې ادعا وکړه، چې په افغانستان کې ښځې او نارینه له خپلو ټولو حقونو برخمن دي او د هیچا حق تر پښو، نه لاندې کېږي. نوموړي تایید کړه، چې په ډیلي کې د نوموړي خبري غونډې ته یوازې محدود شمېر خبریالان غوښتل شوي وو.
امیرخان متقي د یکشنبې په ورځ، د تلې ۲۰ مه، په نوي ډیلي کې د یوي خبري غونډي پرمهال ومنله چې د دې ډلې د سفارت د کارکوونکو له لوري د جمعې ورځې په خبري غونډه کې ځینو خبریالانو ته د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې.
امیرخان متقي وايي: «زموږ ملګرو داسې فکر کړی و، چې یوازې باید هغه کسان ګډون وکړي، چې بلنه ورکړل شوې، نو ځکه محدودیت رامنځته شوی و. نوره کومه خاصه پریکړه نه وه شوې.»
متقي وايي، د جمعې ورځې خبري غونډې ته محدود خبریالان راغوښتل شوي وو.
نوموړي زیاته کړه:«زموږ تخینکي ټیمونو له محدودو خبریالانو سره رابطه کړې وه، او هغوی یې راغوښتي وو. یوازې راغوښتل شویو خبریالانو ګډون وکړ، د نورو لپاره تصمیم نه و نیول شوی. داسې ښکاره شول، لکه ځینې خبریالان چې منع شوي وي».
په ورته وخت کې امیرخان متقي په افغانستان کې د ښځو د ازادیو ته په اشاره ادعا وکړه، چې په افغانستان کې ښځې او نارینه له خپلو ټولو حقونو برخمن دي او د چا حق تر پښتو نه لاندې کېږي.
نوموړي زیاته کړه، « که څوک له کومې ستونزې سره مخ کېږي هغوی کولی شي له محکمو او عدلي ادارو سره خپلې ستونزې شریکې کړي.»
د متقي په خبري غونډه کې د ښځینه خبریالانو د ګډون مخنیوي له امله ښځینه خبریالانو او د هند د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي پر حکومت سختې نیوکې وکړې او له حکومت څخه یې غوښتنه وکړه، چې د طالبانو د یاد چلند په اړه غبرګون وښيي.

