د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا وايي، چې له ګاونډیو هېوادونو سره باید دښمني ونه شي او نه هم باید چاته اجازه ورکړل شي، چې پر افغانستان برید وکړي.
نوموړي پر افغانستان د پاکستان بریدونو ته په اشاره پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې افغانستان باید د د نورو لپاره د جګړې او سیالۍ ډګر یا د ترهګرو مرکز جوړ نه شي.
سپنتا زیاتوي، چې په افغانستان کې د عدالت او ډیموکراسۍ رامنځته کول او د اوسنۍ استبدادي واکمنۍ پای ته رسول د بهرنیو ځواکونو نه، بلکې د افغانانو کار دی.